Banner

هېنداره

12.11.2007 17:33

د هيندارې په يو مخ د جوهرو تك سپين رنګ مسكى و او په بل مخ يې زما د ګلورين جانان سندريز تصوير بند و. ماته به چې هر وخت زما د بېلتانه د څپو وړى جانان راياد شو؛ نو ما به د جانان د لاس هينداره "نښه" په ژوبل زړه پورې كلكه ونيوه، چې څه پرې د دردمن زړګي شوخكي دردونه ويده كړم؛ خو كله كله به داسې تاو كړې شېبې هم راغلې، چې د جانان د يادونو د لمبوګوتو به زما د زړه غوڅ غوڅ ورغوى وتخناوه او مېن احساس به مې لمبه لمبه شو او په هينداره كې بند د جانان ګلورين تصوير به مې په سوو ...
شونډ، ښكل كړو او بيا به مې ژړغونكيو سترګو ته نژدې ونيوه، چې رپېدونكى نظر به مې پرې ښه للو شو او چې لېمو به مې د اوښكو په سپينو شونډو ترېنه بېدرېغه مچې واخيستې؛ نو له خولې به مې يو سوى غږ ووت: "اخ جانانه چرته ورك يې؟".
د نيمګړي ژوند شپې ورځې تېرېدې، ما به د جانان د لاس هينداره د كميس په وړاندېني جېب كې كېښوده، چې ګڼې دا جېب زما په ژوبل زړه پورې نژدې دى. يوه ورځ زما د زړه پر بام د جانان د يادونو د كوترو سيل كېناست. ما جېب ته لاس كړ، چې زه به د جانان د لاس هينداره راواخلم؛ خو هينداره په جېب كې نه وه.
زموږ د كليوالو په لهجه چې زما "ووبه" بدله شوه. د كميس په ټولو جېبونو كې مې لاسونه پسې ووهل، تر دې چې په هر كو راو كلي كې مې كلكې كلكې پوښتنې وكړې او د ناستې پاستې ځايونه مې ګوټ په ګوټ ولټول؛ خو هينداره پيدا نه شوه.
له وړاندې نه په ورك جانان پسې لېونى وم؛ خو د هيندارې په وركېدو ښه لېونى شوم. له ماتو ماتو هيلو سره يو ځاى مې سوى ژوند د وير په كور كې تېراوه.
يوه ورځ د روانو اوبو پر غاړه ناست وم، يوې خاطرې غېږ رانه تاو كړه، قلم او سپينه پاڼه مې راواخيستل او د رنځور تخيل وزرونه وغوړېدل.
د سپينې پاڼې پر مخ مې د غزل دا كرښه لا سمه نه وه ليكلې، چې: "زما د ورك جانان د لاس هينداره وركه شوې"، چې له لرې يو چا غږ كړ: اى تاته وايم!
ما وويل: ماته.
هغه وويل: هو! تاته خبر يې كنه؟
زما په زړه كې راتېره شوه، چې ګنې زما وركه هينداره يې موندلې ده. په سوو شونډ، مې تانده موسكا خوره شوه، په سترګو كې مې د خوښۍ اوښكې راغلې. د زړه پر دښته مې ګلكڅونه وغوړېدل او د بدن په رګ رګ كې مې د ټكور نغمې سازې شوې.
ما وويل: هله زر شه ووايه څه خبره ده؟
هغه وويل: ستا د ورك جانان جنازه يې راوړه.